اسلامآباد (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): ملي اسمبلۍ ته ویل شوي چې په پنجاب، بلوچستان، سند او اسلامآباد کې تر ۲ کروړه ۵۰ لکه زیات ماشومان د اساسي تعلیم څخه بېبرخې دي، چې عمرونه یې د ۵ نه تر ۱۶ کلونو پورې دي، راپور له مخې یوازې په پنجاب کې ۹۰ لکه ۶۰ زره، په سند کې ۷۰ لکه ۸۲ زره، په بلوچستان کې ۴۰ لکه ۹۲ زره او په اسلامآباد کې ۹ زره ماشومان له ښوونځي بهر دي، د تعلیم وزارت ویلي چې په هېواد کې د تعلیم لپاره یوازې ۰.۸ سلنه GDP لګول شوی، چې دا د تعلیمي وضعیت د خرابوالي لوی دلیل ګڼل کېږي.
