مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

ډیرا بګټي کې د ایف سي تر مشرۍ لاندې جرګه، د خلکو ستونزې واورېدل شوې

ډیرا بګټي (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د ایف سي بلوچستان (شمال) آی جي میجر جنرل عابد مظہر په مشرۍ په ډیرا بګټي کې یوه مهمه جرګه ترسره شوه چې پکې ډپټي کمشنر، ضلعي چارواکو، سیاسي مشرانو او د قبایلو مشرانو ګډون وکړ، په جرګه کې د سیمې د امنیت وضعیت، روانو پرمختیایي پروژو او د خلکو ستونزو باندې تفصیلي خبرې وشوې، آی جي ایف سي د خلکو ستونزې واورېدې او د حل لپاره یې اړوندو ادارو ته سمدستي لارښوونې وکړې، قبایلي مشرانو د ایف سي بلوچستان د هڅو ستاینه وکړه او د سولې او پرمختګ لپاره یې د بشپړ همکارۍ ژمنه تکرار کړه.