پاکستان ۱۵ مئی ۲۰۲۶

د پارلیمان په انتخاباتو کې د درغلۍ او سیټونو د پلور تورونه، محمود خان اچکزۍ

اسلام‌آباد (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د تحريک تحفظ آئین پاکستان مشر محمود خان اچکزۍ په قامي اسمبلۍ کې ویلي چې په انتخاباتو کې د اسپیکر پارلیمان د څوکۍ باقاعده بولي لګول شوې او سیټونه په کروړونو روپیو کې پلورل شوي دي، هغه د حکومت نه د عمران خان د ملاقاتونو په اړه وضاحت وغوښت او وویل چې که په درې ورځو کې وضاحت ورنه کړل شي نو له دوشنبې څخه به پارلیمان د نه چلولو مسؤلیت د دوی نه وي، هغه وویل چې پارلیمان د خلکو د ځواک سرچینه وه خو د انتخاباتو په پروسه کې درغلۍ شوې او د کروړونو په بدل کې څوکۍ ورکړل شوې، هغه دا هم وویل چې د عمران خان د ملاقاتونو بندیز د کشیدګۍ زیاتېدو سبب ګرځي او حکومت باید د روغتیا او بشري اصولو مطابق د هغه د علاج او ملاقات اجازه ورکړي، که نه نو سیاسي بحران به نور هم ژور شي.