سیلهټ (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د دوو ټیسټ سیالیو دوهم میچ نن په سیلهټ کې پیلېږي، خو د خراب موسم او باران د امکان له امله د لوبې اغېزمنېدو اندېښنه شته، دواړو ټیمونو د تیاري هڅې کړي خو باران له امله تمریني سیشنونه متاثره شوي، بنګله دېش ټیم انډور تمرین کړی او پاکستاني لوبډلې هم وروسته د پچ جاج اخیستی، د هوا پېژندنې ادارې د لومړۍ ورځې لپاره د باران وړاندوینه کړې، د پاکستان ریډ بال کوچ ویلي چې لومړۍ ماتې یې مایوسه کړې خو دوهم ټیسټ کې به قوي بیرته راګرځېږي.
