پاکستان ۸ ستمبر ۲۰۲۶

پاکستان کې طبي پوهنتونونو ته د افغان محصلینو د ستنولو سپارښتنه

کوټه (ویب نیوز) د راپورونو له مخې د پاکستان طبي او ستوماتولوژۍ شورا په دغه هېواد کې طبي پوهنتونونو او کالجونو ته سپارښتنه کړې چې پر زده کړو بوخت افغان محصلینو ته د افغانستان د بېرته ستنېدو اسانتیاوې برابرې کړي او تر بلې خبرتیا پورې دې نوي افغان محصلین نه مني. د عرب نیوز د راپور له مخې، شورا د سپتمبر په لومړۍ نېټه په یوه لیک کې ویلي چې هغه افغان محصلین چې مخکې د پاکستان په طبي او ستوماتولوژۍ پروګرامونو کې شامل شوي، باید بېرته افغانستان ته ستانه شي او اړوند تعلیمي مرکزونه دې د هغوی د وتلو لپاره لازم اداري اقدامات، د نه‌ممانعت سند په ګډون، ترسره کړي. شورا ویلي چې په روان تحصیلي کال کې افغان اتباعو ته د نوي داخلې، د محصلینو د ځای پر ځای کولو، انتقال، تحصیلي مهاجرت او نورو اسانتیاوو اجازه نه شته. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې پاکستان د افغان اتباعو د بېرته ستنولو او ایستلو بهیر چټک کړی او د اسلام‌اباد او افغان حکومت ترمنځ اړیکې هم ترینګلې شوې دي. شورا نه دي ویلي چې اوس مهال په پاکستان کې څومره افغان محصلین په طبي مرکزونو کې زده کړې کوي او دا هم نه ده روښانه چې د زده کړو د بشپړېدو په درشل کې محصلین له دې پرېکړې مستثنا دي که نه. د شورا یوه چارواکي عرب نیوز ته د لیک اصالت تایید کړی، خو د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.