کوټه (ویب نیوز) د جګ ورځپاڼې کوټې د اداري کمېټې مشر او نوموړي خبریال سید خلیل الرحمن وفات شو. د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي، عمومي منشي مابت کاکا، د بلوچستان مېډیا فورم، د افغان قومي غورځنګ مشر احمد خان، د رائټرز ګلډ آف اسلام پاکستان، د جمعیت علماء اسلام کوټې ضلعې ویاند حافظ عبدالغني شهزاد او د بلوچستان پرنټ مېډیا مشر سید انور شاه د جنګ ورځپاڼې کوټې د اداري کمېټې د مشر او نوموړي خبریال سید حاجي خلیل الرحمن پر مړینه ژوره خواشیني او خپګان څرګند کړی دی. په خپلو تعزیتي بیانونو کې یې ویلي چې ارواښاد حاجي خلیل الرحمن یو تکړه، تجربه کار، باوقاره، اصولي، سنجیده او مسوول خبریال و چې خپل ټول مسلکي ژوند یې د خبریالۍ لپاره وقف کړی و او د بې پرې، معیاري او مسوولې خبریالۍ په وده کې یې مهم رول ترسره کړی دی. هغوی وویل چې د حاجي خلیل الرحمن خبریالۍ، ادبي او فکري خدمتونه به د اوږدې مودې لپاره یاد ساتل کېږي او د هغه په مړینه د بلوچستان خبریاله ټولنه له یوې باوري او تجربه کارې څېرې څخه بې برخې شوې ده، چې تشه به یې تر ډېره محسوسېږي. هغوی د ارواښاد له کورنۍ، خپلوانو، د جګ ورځپاڼې له ادارې او اداري ډلې او خبریالانو سره د زړه له کومې خواخوږي او تعزیت څرګند کړ او دعا یې وکړه چې الله تعالی دې سید حاجي خلیل الرحمن وبخښي، درجات دې یې لوړ کړي، په خپل رحمت او جنت الفردوس کې دې لوړ مقام ورکړي او پاتې کورنۍ ته دې د دغه ستر غم د زغم لپاره صبر او حوصله ورکړي. آمین۔
