تازه خبرونه ۸ ستمبر ۲۰۲۶

د کوټې پرمختیايي پکېج کې ۱۲ پروژې بشپړې، ۷ روانې او ۵ نوې پروژې وړاندیز شوې

کوټه (وېب نیوز) ـ د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ د کوټې پرمختیايي پکېج په اړه د اعلیٰ وزیر په سیکرټریټ کې مهمه غونډه وشوه چې پکې د صوبايي مرکز کوټې د پرمختګ، ښکلا او ښاري اسانتیاوو د ښه والي لپاره د روانو پروژو پرمختګ وکتل شو. په غونډه کې وویل شول چې د کوټې پرمختیايي پکېج له مخې ۱۲ پروژې بشپړې شوې، پر ۷ پروژو کار روان دی او ۵ نوې پروژې هم وړاندیز شوې دي. اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې پر روانو پروژو کار نور هم چټک کړي او د پرمختیايي پروژو پر وخت بشپړېدل هرومرو یقیني کړي، همدارنګه یې د نوو وړاندیز شویو پروژو د کار د ژر پیلولو سپارښتنه وکړه. نوموړي وویل چې کوټه د صوبې مخ دی او د ښار پرمختګ او ښکلا د ټول بلوچستان له پېژندګلوۍ سره تړاو لري، حکومت به کوټه د یوه ښه، ښکلي او عصري صوبايي مرکز جوړولو لپاره ټول شته امکانات وکاروي. هغه وویل چې د کوټې د پخوانۍ ښکلا او تاریخي پېژندګلوۍ د بېرته راژوندي کولو لپاره به د یوې هر اړخیزې تګلارې له مخې عملي اقدامات ترسره شي او د ښار د بنسټیزو اسانتیاوو ښه والی، د زېربناوو پرمختګ او د ښکلا او رغونې پروژې به لومړیتوب ولري. اعلیٰ وزیر ټینګار وکړ چې په پرمختیايي پروژو کې دې کیفیت، سرعت او روڼتیا یقیني شي او له غیر ضروري ځنډ څخه دې ډډه وشي. نوموړي څرګنده کړه چې حکومت هوډ لري کوټه داسې ښکلی او منظم ښار جوړ کړي چې ښاریانو ته پکې غوره بنسټیزې اسانتیاوې برابرې وي او صوبايي مرکز د خپلې تاریخي او کلتوري پېژندګلوۍ ترڅنګ د یوه عصري ښار په توګه هم وځلېږي.