کوټه (وېب نیوز) ـ د کوئټې د پولیسو مرستیال عمومي مشر (ډي آی جي) عمران شوکت په ښار کې د موټر غلاوو د زیاتېدونکو پېښو سخت نوټس اخیستی او په دې اړه یې مهمه غونډه رابللې ده، چې پکې د سیریس کرائم انوېسټیګېشن وینګ ایس ایس پي، ایس ایس پي ګانو او د کوئټې د څلورو ډویژنونو ایس پي ګانو ګډون کړی و. په غونډه کې د موټر غلاوو پېښې، د مخنیوي لارې چارې، د غلا شوو موټرو بېرته ترلاسه کول او په پېښو کې د ککړو کسانو پر ضد د روانو اقداماتو تفصیلي جاج واخیستل شو. ډي آی جي عمران شوکت اړوندو پولیس افسرانو ته لارښوونه وکړه چې د موټر غلاوو په جرمونو کې د ککړو عناصرو پر ضد سخت او اغېزمن اقدامات نور هم چټک کړي، غلا شوي موټرونه ژر تر ژره ترلاسه او ککړ کسان ونیسي. نوموړي ټینګار وکړ چې د موټر غلاوو قضیو په پلټنو کې دې له عصري تخنیکي او تحقیقي وسایلو څخه بشپړه ګټه واخیستل شي او د منظم موټر غلو ډلو پر ضد دې همغږي او اغېزمن عملیات ترسره شي. ډي آی جي عمران شوکت څرګنده کړه چې د خلکو د سر او مال ساتنه د پولیسو لومړیتوب دی او د موټر غلاوو په ګډون د جرمونو د له منځه وړلو لپاره به ټول شته امکانات وکارول شي.
