کوټه (وېب نیوز) ــ د بلوچستان د مرکزي سوداګرو تنظیم ویاند کاشف حیدري، صوبایي مشر عزت الله کاظمي، محمد مهدي او نورو چارواکو سره د اېف بي آر انسپکټر ارباز خان، ټیم لیډر سرور او نورو افسرانو لیدنه وکړه، چې پکې د وړو سوداګرو لپاره د معرفي شوې ځانګړې مالیاتي طرحې په اړه تفصیلي خبرې وشوې. د اېف بي آر چارواکو سوداګرو ته د ځانګړې مالیاتي طرحې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د هغو دوکاندارانو لپاره دا طرحه معرفي شوې چې کلنۍ خرڅلاو یې تر ۲۰ کروړه روپیو پورې وي، چې له مخې به یې پر کلني خرڅلاو یوازې یو سلنه ټیکس اخیستل کېږي او لږ تر لږه د ورکړې وړ ټیکس ۲۵ زره روپۍ ټاکل شوی دی. د اېف بي آر چارواکو په وینا، د دې طرحې له مخې سوداګرو لپاره په یوه پاڼه کې ساده او اسانه د ټیکس اظهارنامه هم جوړه شوې، په داسې حال کې چې د رجسټرېشن او ټیکس فائل کولو لپاره به د اېف بي آر وېبپاڼې، موبایل اپ او اړوندو ټیکس اسانتیاوو له لارې د اسانه فائل کولو زمینه برابره وي. په دې موقع کاشف حیدري او نورو سوداګرو مشرانو د ځانګړې مالیاتي طرحې په اړه له چارواکو بېلابېلې پوښتنې وکړې او سوداګرو ته د ورپېښو ستونزو، د ټیکس نظام د اسانتیا او د طرحې د عملي کولو په اړه یې وړاندیزونه وړاندې کړل. کاشف حیدري وویل چې سوداګر د ټیکس نظام برخه ګرځولو پر مهال باید هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او د هرې نوې مالیاتي طرحې له عملي کېدو وړاندې باید سوداګره ټولنه په بشپړه توګه باوري او په اعتماد کې واخیستل شي. نوموړي وویل چې حکومت او اېف بي آر باید د وړو سوداګرو لپاره د ټیکس نظام لا اسانه، روڼ او عملي کړي، څو سوداګر په خپله خوښه د ټیکس په جال کې شامل شي. په غونډه کې دا هم ټینګار وشو چې د ځانګړې مالیاتي طرحې په اړه د سوداګرو د پوهاوي لپاره باید د اېف بي آر او سوداګرو تنظیمونو ترمنځ اړیکې لا اغېزمنې شي.
