رکھني (ویب نیوز) — د کوه سلیمان رینج د ډیآیجي ایاز احمد بلوچ او د بارکھان د ایسپي عبدالحق رئیس په ځانګړو لارښوونو د جرمي عناصرو پر ضد د پولیسو عملیات دوام لري. په همدې لړ کې د رکھني سرکل د ډياېسپي عبدالجبار مینګل تر څارنې لاندې د چچه پولیس تاڼې ایساېچاو سمیع الله کھیتران د پولیسو له ډلې سره په ګډه عملیات ترسره کړل او په یوه قضیه کې مطلوب تښتېدلی ملزم سلیم جان ولد هزار خان عرف کپتان، د ګورچاني قوم او د پنجاب د راجن پور ولسوالۍ د چتري اوسېدونکی یې ونیو. پولیسو ویلي، نیول شوي ملزم څخه نورې پلټنې روانې دي او د قانوني کارروایۍ له بشپړېدو وروسته به نوموړی محکمې ته وړاندې کړل شي.
