تازه خبرونه ۹ ستمبر ۲۰۲۶

چمن: د کارکوونکي د وژنې پر ضد د پښتونخوا مېپ لخوا د ډي سي کمپلیکس مخې ته پرلت

چمن (سید سردار محمد خوندئی)
تېره شپه د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې د وژل شوي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د غړي نظر محمد د وژنې په ضد نن د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ تر سیوري لاندې یو احتجاجي لاریون ترسره شو.

لاریون کوونکي د ښار له بېلابېلو لارو څخه تېر شول او د چمن د مرستیال کمشنر کمپلیکس مخې ته ورسېدل او جسد یې کېښود او احتجاجي پرلت یې پیل کړ.

دې احتجاجي غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ او جمعیت علماء اسلام د مشرانو په ګډون د بېلابېلو مکتبونو استازو ویناوې وکړې.

ويناوالو د دغې غمجنې پېښې په سختو ټکو کې غندنه وکړه او ويې ويل چې اداره دې د قاتلانو د نيولو لپاره خپل بشپړ رول ولوبوي او سمدستي اقدام دې وکړي، که نه نو دوی به دا احتجاج نور هم پراخ کړي.

ويناوالو وويل چې دا ډول پېښې د ادارې او دولتي ادارو لپاره د سوال نښه ده. د چمن ولسوالي غلو او وسله والو ډلو ته سپارل شوې ده، دلته د هيچا ځان او مال خوندي نه دی.