کوټه (ویب نیوز)ــ د اې اېن اېن نیوز د بیورو چیف او لوړپوړي خبریال ظاهر خان ناصر د ورور او د جمعیت علمای اسلام د مشر عبدالله خان ناصر د مړینې له امله د هغه په کوټه کې د استوګنې په ځای کې د درېیمې ورځې فاتحه هم ترسره شوه. په دې مراسمو کې د بلوچستان د روغتیا صوبايي وزیر بخت محمد کاکړ، د مظلوم اولسي تحریک مشر حاجي صادق خان ادو زئي، د جمعیت علمای اسلام صوبايي مرستیال امیر مولانا محمد ایوب ایوبي، صوبايي مشر مولانا محب الله، د پاکستان پیپلز ګوند صوبايي مشر ملک عمران، د پاکستان فیډرل یونین آف جرنلسټس مرکزي مرستیال نورالهي بګټي، د انلاین نیوز بیورو چیف افضل مغل او د مرکزي تنظیم تاجران پاکستان صوبايي ویاند کاشف حیدري ګډون وکړ او له کورنۍ سره یې د خواخوږۍ څرګندونه وکړه او فاتحه یې وکړه. همداراز د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي انجینر زمرک خان اڅکزي، پخواني صوبايي وزیر مټه خان کاکړ او پخواني صوبايي اسمبلۍ غړي میر ثناء بلوچ د ټیلیفون له لارې د خواخوږۍ څرګندونه وکړه او فاتحه یې وکړه. ګډونوالو او خواخوږو دعا وکړه چې الله تعالی دې مرحوم ته په جنت الفردوس کې لوړ مقام او پاتې کورنۍ ته د صبر او زغم توفیق ورکړي.
