کوټه (ویب نیوز) پښتونخوا د محصلینو سازمان مرکزي تنظیم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا له خوا د افغان طبي محصلینو د بېرته ستنولو د لارښوونو او له دې امله له کینګ اډوارډ طبي پوهنتون څخه د ۲۲ افغان محصلینو د ایستل کېدو په کلکه غندنه کړې او دا یې د تعلیم ضد، غیرانساني اقدام او د محصلینو د بنسټیزو تعلیمي حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده. په مرکزي بیان کې ویل شوي چې افغان محصلینو د جګړو، ناامنۍ او سیاسي ستونزو له امله د خپلو زده کړو د دوام لپاره پاکستان ته مخه کړې او کلونه یې د طبي زده کړو لپاره سختې هڅې کړې دي، نو د زده کړو په وروستیو پړاوونو کې له پوهنتونونو څخه د هغوی ناڅاپي ایستل د دوی له راتلونکي سره لوبې کول دي. سازمان ویلي چې د لوړو زده کړو کمېسیون او د پاکستان د طبي او غاښونو شورا په څېر ملي تعلیمي او مسلکي ادارې باید د محصلینو لپاره د زده کړو زمینه برابره او تعلیمي معیارونه لوړ کړي، نه دا چې محصلین له زده کړو محروم کړي. د پښتونخوا د محصلینو سازمان غوښتنه کړې چې له کینګ اډوارډ طبي پوهنتون څخه ایستل شوي ۲۲ افغان محصلینو او نورو ټولو اغېزمنو افغان طبي محصلینو ته دې سمدستي د زده کړو د دوام اجازه ورکړل شي، تعلیمي کال او راتلونکی دې یې خوندي شي او د اړوندو ادارو له خوا دې پر دغو پرېکړو بیاکتنه وشي. سازمان ټینګار کړی چې زده کړې باید د قوم، نسل یا تابعیت پر بنسټ محدودې نه شي او د لوړو زده کړو کمېسیون، د پاکستان طبي او غاښونو شورا، وفاقي حکومت او اړوندو پوهنتونونو ته یې غوښتنه کړې چې د افغان محصلینو د تعلیمي راتلونکي د ساتنې لپاره سمدستي عملي ګامونه پورته کړي.
