پاکستان ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

د ډیجیټل شتمنیو په اړه ستر مفتي په باور کې اخیستل شوی، بلال بن ثاقب

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د مجازي شتمنیو د تنظیم ادارې مشر بلال بن ثاقب ویلي چې د ډیجیټل او مجازي شتمنیو په اړه د پاکستان ستر مفتي په باور کې اخیستل شوی او په دې لړ کې د شرعي لارښوونې لپاره د شریعې مشورتي بورډ هم جوړېږي. نوموړي په اسلام اباد کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د ډیجیټل او مجازي شتمنیو د راکړې ورکړې په اړه به د شریعې مشورتي بورډ لارښوونه ترلاسه کېږي او له پاکستان ستر مفتي څخه هم په دې برخه کې شرعي لارښوونې اخلي. بلال بن ثاقب وویل چې د ډیجیټل حوالو له لارې به د پاکستانیانو د پیسو لېږلو اوسنی لګښت یو سلنه راکم شي، چې اوس مهال شپږ نیم سلنه دی، او له دې لارې د ۴۱ کروړه ډالرو د سپما امکان شته. هغه وویل چې د پاکستان د مجازي شتمنیو د تنظیم ادارې په شپږو میاشتو کې د پام وړ فعالیت کړی او په پاکستان کې د ډیجیټل شتمنیو د څلور کروړه کاروونکو د خدمت وړتیا شته.