پاکستان ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

وزیراعظم شهباز شریف د محمود اڅکزي د لیک ځواب لېږلی

کوټه (ویب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د لیک ځواب لېږلی دی. د سرچینو په وینا، د ستر انتخاباتي کمېشنر او د انتخاباتي کمېسیون د نویو غړو د ټاکنې په اړه د وزیراعظم لیک محمود خان اڅکزي ته رسېدلی، چې پکې وزیراعظم د انتخاباتي کمېسیون د نویو ټاکنو لپاره د اساسي قانون له مخې د ټاکل شوي بهیر د عملي کولو ډاډ ورکړی دی. تر دې وړاندې رانا ثناءالله او طارق فضل چودري له محمود خان اڅکزي سره لیدلي وو او په دغه لیدنه کې د وزیراعظم له لوري د لیک د ځواب لېږلو ډاډ ورکړل شوی و. د سرچینو په وینا، محمود خان اڅکزی اوس په کوټه کې دی او په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې به اسلام اباد ته ولاړ شي، چې هلته به د وزیراعظم د لیک په اړه د تحریک انصاف له مشرانو سره مشوره وکړي. نوموړی به د تحریک انصاف د مشر په ګډون له نورو مشرانو سره له مشورې وروسته په سنا کې د اپوزیسیون مشر علامه راجه ناصر عباس هم د وزیراعظم د لیک په اړه په باور کې واخلي.