کوټه (ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند صوبايي بیان کې په پاکستان کې پر زده کړو بوخت افغان محصلینو ته د زده کړو د دوام له حق څخه د محرومولو او افغانستان ته د ستنېدو ته د اړ کولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوې او د دې پرېکړې د سمدستي بیاکتنې غوښتنه شوې ده. عوامي نېشنل ګوند ویلي چې په هېواد کې په ټولو علمي مرکزونو کې له وړاندې شامل افغان محصلینو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلې زده کړې بشپړې کړي او د هغوی تعلیمي راتلونکی دې له تباه کېدو وژغورل شي. په بیان کې ویل شوي چې د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ له لسیزو راهیسې تاریخي، جغرافیایي، کلتوري، ژبني او بشري اړیکې شته چې باید د لنډمهالو سیاسي اختلافونو او ډیپلوماټیکو ترینګلتیاوو له امله زیانمنې نه شي او د سیاسي ستونزو بار باید په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکو پر راتلونکي وا نه چول شي. ګوند ویلي چې افغان محصلینو په پاکستاني تعلیمي ادارو کې د زده کړو لپاره وخت، مالي سرچینې او هڅې لګولي، نو د زده کړو په منځ کې یې افغانستان ته ستنول به د هغوی پر تعلیمي راتلونکي منفي اغېز وکړي او بشري او ټولنیزې ستونزې به هم رامنځته کړي. عوامي نېشنل ګوند له حکومت څخه غوښتنه کړې چې دغه موضوع دې له بشري، تعلیمي او قانوني پلوه وڅېړل شي او داسې حل دې وموندل شي چې له مخې یې په پاکستان کې له وړاندې شامل افغان محصلین وکولای شي خپلې زده کړې له خنډ پرته بشپړې کړي او تعلیم دې د لنډمهالې سیاسي ترینګلتیا او ډیپلوماټیکو اختلافونو قرباني نه شي.
