جھل مګسي (ویب نیوز)له ګنداوا څخه کوټې ته د روزنې لپاره روان څلور پولیس سرتېري او د هغوی د موټر چلوونکی د ګنداواـنوټال پر سړک د نصیراباد ضلعې په مروړ سیمه کې د وسلهوالو له خوا د ټوپک په زور لوټل شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، پولیس سرتېري په ټویوټا موټر کې سپاره وو چې وسلهوالو یې موټر درولی، د وسلې په زور یې یرغمل کړي او له لوټلو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د جھل مګسي ایس پي رحمت الله دراني د پېښې تصدیق کړی او ویلي یې دي چې دا پېښه د نصیراباد ضلعې په حدودو کې رامنځته شوې ده.
