مقامی ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

په پرمختیايي پروژو کې دې ځايي قراردادیانو ته لومړیتوب ورکړل شي؛ نیک محمد کاکړ

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان ګورنمنټ کنټرکټرز ایسوسی اېشن مشر نیک محمد کاکړ له حکومت بلوچستان څخه غوښتنه کړې چې د صوبې د پرمختګ او ودانیزو چارو کې د مهم رول لرونکې قراردادي ټولنې ستونزې دې ژر حل کړي او په پرمختیايي پروژو کې دې ځايي قراردادیانو ته لومړیتوب ورکړل شي. نوموړي دا څرګندونې د بلوچستان ګورنمنټ کنټرکټرز ایسوسی اېشن د یوه پلاوي په ملتیا د بلوچستان پبلک پروکیورمنټ ریګولیټري اتھارټي له منیجینګ ډایرکټر سره د لیدنې پر مهال کړې دي. په دې لیدنه کې د ودانیز سکتور، ټینډر، بیډنګ، امنیتي ستونزو، مالي مشکلاتو او په سرکاري پرمختیايي پروژو کې د ځايي قراردادیانو د ګډون په اړه خبرې وشوې. نیک محمد کاکړ وویل چې ځايي قراردادیان د بلوچستان د جغرافیایي شرایطو او سیمه‌ییزو اړتیاوو له حقیقتونو ښه خبر دي، نو ځکه باید په پرمختیايي پروژو کې ورته مناسب او مساوي فرصتونه ورکړل شي. هغه غوښتنه وکړه چې د ټینډر او بیډنګ پروسه نوره هم شفافه، اسانه او د ځايي قراردادیانو لپاره د لاسرسي وړ شي او د امنیتي، مالي او انتظامي ستونزو د حل لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي. نوموړي د قراردادیانو د بقایاوو د پیسو پر وخت د ورکړې پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د تادیاتو په ځنډ سره قراردادیان له سختو مالي ستونزو سره مخ کېږي، چې له امله یې نه یوازې د پروژو رفتار اغېزمنېږي، بلکې د ودانیز سکتور له زرګونو کارکوونکو سره تړلی روزګار هم متاثره کېږي. پلاوي د او نورو شرایطو او قوانینو په اړه هم خپلې اندېښنې وړاندې کړې او غوښتنه یې وکړه چې هغه شرطونه دې بیا وکتل شي چې ځايي قراردادیانو ته غیر ضروري ستونزې جوړوي. نیک محمد کاکړ ټینګار وکړ چې د سرکاري ودانیزو پروژو ټینډرونه دې د پاکستان انجینیرنګ کونسل له معیارونو او اړوندو قوانینو سره سم وړ، ثبت شوو او تجربه لرونکو قراردادیانو ته ورکړل شي، څو پروژې په ټاکلي وخت او د ښه کیفیت له مخې بشپړې شي. د منیجینګ ډایرکټر د پلاوي ستونزې او غوښتنې واورېدې او د اړوندو مسایلو د حل لپاره یې د اړینو اقداماتو ډاډ ورکړ.