کوټه (ویب نیوز)د کوټې ښار په بېلابېلو مهمو سړکونو او بازارونو کې د شپې ناوخته د مبینه غیر اخلاقي او مشکوکو فعالیتونو او د ځینو مشکوکو کسانو د تګ راتګ له امله د ښاریانو ترمنځ سخته اندېښنه موجوده ده. ولسي حلقې وایي چې په جناح روډ، قندهاري بازار او د ښار په نورو مهمو سیمو کې له شپې شاوخوا ۱۰ بجو څخه د سهار تر ۴ بجو پورې ځینې مشکوک کسان او فعالیتونه لیدل کېږي، چې له امله یې کورنۍ او د شپې سفر کوونکي خلک له ستونزو سره مخ کېږي. ښاریان وایي چې د شپې پر مهال په مهمو سړکونو او بازارونو کې د داسې فعالیتونو له امله د ښار ټولنیز چاپېریال اغېزمنېږي. ولسي حلقو له پولیسو او ضلعي انتظامیې غوښتنه کړې چې په مهمو سړکونو، بازارونو او عامه ځایونو کې د شپې ګزمه او څارنه پیاوړې کړي او که د قانون خلاف فعالیتونه ثابت شي، د قانون له مخې دې اقدام وشي. خلکو ټینګار کړی چې قانون باید د ټولو لپاره یو شان وي، خو د هر ډول اقدام پر مهال دې د خلکو عزت، اساسي حقونه او قانوني غوښتنې هم په پام کې ونیول شي. ولسي حلقو له وزیراعلیٰ بلوچستان، د بلوچستان له پولیسو مشر، د کوټې له ډپټي کمېشنر او نورو اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د خلکو شکایتونه په شفاف ډول وڅېړي او د قانون خلاف فعالیتونو د ثابتېدو په صورت کې د مسوولو کسانو پر وړاندې بې توپیره قانوني اقدام وکړي.
