کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان صوبايي وزیرانو په ګډ بیان کې ویلي چې د بلوچستان پرمختګ، سوکالي، امن، ثبات او د ولس هوساینه د صوبايي حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او د وزیراعلیٰ بلوچستان په مشرۍ حکومت د ولس د محرومیو د ختمولو، د بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو، د روزګار فرصتونو د رامنځته کولو او د صوبې د پرمختګ لپاره عملي ګامونه اخلي. صوبايي وزیرانو وویل چې ترهګري د هېڅ ستونزې حل نه دی او د ټوپک په زور د خلکو زړونه نه شي ګټل کېدای، بلکې د بلوچستان ولس باخبره، وطنپال او د امن غوښتونکی دی او د تېرو څو لسیزو پر مهال یې له ترهګرۍ او ناامنۍ سره په مېړانه مقابله کړې ده. هغوی وویل چې بلوچستان یوازې یوه جغرافیایي سیمه نه، بلکې د بېلابېلو قومونو، قبایلو، ژبو، کلتورونو او دودونو ګډ ښکلی ګلدستوی دی او د صوبې اصلي ځواک د خلکو اتحاد، ورورولۍ او له وطن سره مینه ده. صوبايي وزیرانو ټینګار وکړ چې هېڅ ناقانونه ډله، ترهګره ډله یا شرخوښوونکي عناصر نه شي کولای د بلوچستان امن، پرمختګ او د خلکو راتلونکی زیانمن کړي. د دوی په وینا، د بلوچستان خلک د خپلو ماشومانو لپاره خوندي راتلونکی، ښه تعلیم، روغتیا، روزګار، سړکونه، برېښنا، اوبه او نورې بنسټیزې اسانتیاوې غواړي او حکومت د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي. هغوی زیاته کړه چې حکومت د ځوانانو لپاره د روزګار او مهارتونو فرصتونو، د تعلیم او روغتیا د نظام د ښه والي او د وروسته پاتې سیمو پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کوي. صوبايي وزیرانو څرګنده کړه چې د بلوچستان د وېشلو او د امن د خرابولو هره هڅه به ناکامه شي، ځکه د صوبې ټول قومونه او قبایل د بلوچستان د پېژندنې او ځواک برخه دي. دوی وویل چې د بلوچستان خلک د ترهګرۍ پر وړاندې یو موټی دي او حکومت، ولس او اړوند ادارې به په ګډه د امن، پرمختګ، سوکالۍ او روښانه راتلونکي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
