کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان کور کمانډر ویلي دي چې په صوبه کې د تلپاتې سولې تر قایمیدو پورې به امنیتي اقدامات د وروستي ترهګر تر له منځه وړلو پورې دوام ولري.
په کوټه کې د بلوچستان کور کمانډر سره د پاکستان د لوړ پوړو رسنیو استازو پلاوي ځانګړې ناسته وکړه. په دې ملاقات کې رسنیز پلاوي ته د صوبې د اوسني امنیتي وضعیت په اړه تفصیلي بریفنگ ورکړل شو.
د کوټې کور کمانډر رسنیز استازي په بلوچستان کې د امنیت او نظم د بحالۍ، د امنیتي ننګونو او د سولې او ثبات لپاره د روانو هڅو په اړه خبر کړل. هغه څرګنده کړه چې په بلوچستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هر ممکن اقدام ترسره کیږي او د امنیت تر ټینګښت سره به په بلوچستان کې د پرمختګ سفر هم دوام ولري.
په دې موقع رسنیز پلاوي د ترهګرو څخه نیول شوې وسلې او مهمات هم وکتل.
وروسته رسنیز پلاوي د کوټې د سي اېم اېچ ځانګړې لیدنه هم وکړه چیرته چې پلاوي په بلوچستان کې د ترهګرۍ پر ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کې د ټپي شویو سرتیرو پوښتنه وکړه او د هغوی قربانیو ته یې د عقیدت پیرزوینه وړاندې کړه.
