مقامی ۱۱ ستمبر ۲۰۲۶

په چمن کې د صفایۍ، ښکلا او شنه‌کارۍ لس ورځنۍ ځانګړې کمپاین په پراخه کچه روان

چمن (وېب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي او د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر کپتان (ر) عبدالخالق خان اچکزۍ په ځانګړو لارښوونو په چمن ښار کې د صفایۍ، ښکلا او شنه‌کارۍ لس ورځنی ځانګړی کمپاین په پراخه کچه روان دی. د کمپاین پر مهال د ښار له بېلابېلو سیمو، سړکونو، کوڅو او میدانونو څخه د کثافاتو ډنډونه لرې کېږي، د صفایۍ چارې ترسره کېږي او د ښار د ښکلا او چاپېریال د ښه والي لپاره په بېلابېلو ځایونو کې نیالګي هم کرل کېږي. د کمپاین څارنه د چمن اضافي مرستیال کمشنر فدا احمد بلوچ، د میونسپل کارپوریشن ښاروال او قبایلي مشر حاجي حبیب الله اچکزۍ، مرستیال ښاروال مطیع الله اچکزۍ، چیف افسر حافظ منیر او سینیټري افسر محمد اصغر خان کوي. چارواکو ویلي چې د کمپاین موخه د چمن ښار پاک، ښکلی او شین جوړول دي او د دې لپاره د ضلعي ادارې، میونسپل کارپوریشن او اړوندو ادارو له خوا ګډ اقدامات روان دي. هغوی له ښاریانو غوښتي چې کثافات په ټاکل شویو ځایونو کې واچوي، د صفایۍ خیال وساتي او د پاک، ښکلي او شنه چمن په جوړولو کې له ادارو سره همکاري وکړي.