کوټه (ویب نیوز) بلوچستان یونین آف جرنلسټس او کوئټہ پریس کلب د سوراب په سیمه کې د کوئټہ-کراچۍ پر لویه لار د خاران پریس کلب د مشر او نومیالي خبریال حاجي عارف د زامنو پر موټر د ډزو سخته غندنه کړې او له حاجي عارف او د هغه له اغېزمنې کورنۍ سره یې د زړه له کومې خواخوږي او یووالي څرګند کړی دی. د بی یو جے صدر منظور احمد رند، عمومي منشي شاه حسین ترین، د کوئټہ پریس کلب صدر عرفان سعید، عمومي منشي ایوب ترین او د دواړو ادارو د کابینې او اجرائیوي شورا غړو په ګډ بیان کې د پېښې له امله ژور خپګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې په ډزو کې د حاجي عارف د یوه ځوان زوی شهادت او د بل زوی ټپي کېدو له امله د خبریالانو ټوله ټولنه په غم کې ده. په ګډ بیان کې له بلوچستان حکومته غوښتنه شوې چې په پېښه کې ککړ کسان دې ژر تر ژره ونیول شي او د قانون له مخې دې ورته سخته سزا ورکړل شي، د پېښې دې شفافه او بې پرې پلټنه وشي او اغېزمنې کورنۍ ته دې بشپړ انصاف ورکړل شي.
