د بلوچستان پولیسو د جرمي عناصرو پر ضد ځانګړې مبارزه نوره هم چټکه کړې او د پولیسو د عمومي مفتش محمد طاهر د لارښوونو له مخې د کوټې په ګډون د صوبې په ۹ رېنجونو او ۳۳ ضلعو کې د جرمي عناصرو، اشتهاري مجرمینو، له محکمو تښتېدلو تورنو، عادي مجرمینو، د نشه يي توکو پلورونکو او ناقانونه وسلو لرونکو پر ضد د صفر زغم تګلارې له مخې عملیات روان دي. د بلوچستان پولیسو د ویاند په وینا، په تېرو درېیو اوونیو کې د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د عملیاتو پر مهال ۴۴ اشتهاري مجرمان، ۲۴۹ له محکمو تښتېدلي تورن او د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۹۲ کسان نیول شوي، په داسې حال کې چې په بېلابېلو قضیو کې تښتول شوي ۱۶ کسان، چې یوه ۱۱ کلنه نجلۍ هم پکې شامله ده، په خوندي توګه ژغورل شوي دي. د جرمي عناصرو پر ضد په عملیاتو کې د ناقانونه وسلو لویه اندازه هم ترلاسه شوې او ۱۰۸ کسان د ۹۵ تومانچو او ریوالورونو، ۶ کلاشینکوفونو، ۷ لنډو ټوپکو او رایفلونو، ۷۷۰ مرمیو او کارتوسونو او ۴۸ میگزینونو سره نیول شوي دي. د نشه يي توکو د قاچاق او پلورونکو پر ضد په عملیاتو کې ۶۲ کسان نیول شوي او له هغوی څخه ۸۱ کیلو او ۴۶۸ ګرامه چرس، ۱۰ کیلو او ۶۷ ګرامه آیس/شیشه، ۵۲۵ ګرامه تریاک، ۲۰۰ پاکټه ګټکا، ۴۵ ګرامه کرسټل، ۴۹ بوتله شراب، ۶ لیټره کورني شراب او د ناقانونه سګرټو ۱۲۷۹ لوی پاکټه ترلاسه شوي دي. د پولیسو په وینا، د صوبې په بېلابېلو عملیاتو کې ۳ غلا شوي موټر، ۴۴ موټرسایکلونه او ۱۳ ګرځنده ټیلیفونونه هم ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې د ترافیکي قوانینو د سرغړونې او په ناقانونه توګه د تور ښیښو کارولو له امله د ۲۲۵۳ موټرو تورې ښیښې لرې شوې دي. د بلوچستان پولیسو ویاند ویلي چې په صوبه کې د سوله ییز چاپېریال د ټینګښت، د قانون د حاکمیت د یقیني کولو او د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره به د جرمي عناصرو پر ضد عملیات بې له ځنډه دوام ولري او پولیسو ته لارښوونه شوې چې د قانون ماتوونکو پر ضد بې پرې اقدام وکړي. د ویاند په وینا، د بلوچستان پولیسو عمومي مفتش محمد طاهر پولیسو او ولس ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا، له ښاریانو سره د ښه چلند او درناوي، په تاڼو کې د مراجعینو د شکایتونو پر وخت حل او د شفافې قانوني چارې د یقیني کولو لارښوونې هم کړې دي.
