کوټه (ویب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا د زیات شوي لوډشیډنګ نوټس اخیستی او لارښوونه یې کړې چې په هېڅ سیمه کې دې د برېښنا بندښت له دوو ساعتونو زیات نه وي. د وزیراعظم په مشرۍ غونډه کې وویل شول چې د هرمز تنګي کړکېچ او د لېږد ستونزو له امله د ار اېل اېن جي رسونه اغېزمنه شوې، چې له کبله یې د برېښنا په تولید کې کموالی راغلی او د عرضې او تقاضا د توازن لپاره لوډ مېنجمنټ ترسره کېږي. وزیراعظم د ار اېل اېن جي د رسونې د ستونزې د هواري، د شته سرچینو د اغېزمن استعمال او د خلکو د شکایتونو د حل لپاره د یوې اوونۍ دننه د مصرفوونکو د شکایتونو کمېټو د فعالولو لارښوونه هم کړې ده.
