کوټه (ویب نیوز) د سیډني پوهنتون د څېړونکو د یوې نوې څېړنې له مخې د قدم وهلو چټکتیا ښايي د قدمونو له شمېر څخه د روغتیا لپاره ډېره مهمه وي. په برټش ژورنال آف سپورټس مېډیسن کې خپره شوې څېړنه کې له ۴۰ تر ۶۹ کلونو عمر لرونکو شاوخوا ۷۰ زره کسانو وضعیت اته کاله څارل شوی، چې پایلو یې ښودلې، هغه کسان چې په ورځني ژوند کې چټک قدم وهي، د هر ډول ناروغۍ له امله د وخت مخکې مړینې له کم خطر سره مخ وي. د متخصصینو په وینا، په یوه دقیقه کې لږ تر لږه ۸۰ قدمه وهل ګټور دي او هره ورځ له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو پورې چټک قدم وهل د زړه، وینې فشار، شریانونو، د انسولین حساسیت او د بدن وزن لپاره مثبتې پایلې لرلی شي.
