قلات (ویب نیوز)د قلات د خالق آباد تحصیل په محمود ګهرام سیمه کې د یوه نامعلوم کس مړی موندل شوی چې د پولیسو د معلوماتو له مخې په ډزو وژل شوی دی. پولیسو د پېښې له خبر ترلاسه کولو سره سم ځای ته ورسېدل او مړی یې په خپله ولکه کې واخیست، وروسته یې د قانوني چارو او پېژندنې لپاره د قلات ډي اېچ کیو روغتون ته انتقال کړ. د پولیسو په وینا، د وژل شوي کس پېژندنه تر اوسه نه ده شوې او د پېښې د لامل معلومولو او د تورنو کسانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
