ګوادر (ویب نیوز) د پاکستان-ایران پولې ته څېرمه نامعلومو وسله والو موټرسایکل سپرو د ملي لوژستیکي ادارې د کارکوونکو پر پیک اپ موټر ډزې وکړې چې په پایله کې یې څلور واړه کسان ووژل شول. د پولیسو په وینا پېښه د ګوادر د جیواني له سیمې شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې د پولې د ۲۵۰مې پوستې ترڅنګ رامنځته شوې، چې وسله والو له ډزو وروسته موټر ته اور هم واچاوه. د پولیسو سرچینو ویلي چې له وژل شویو کسانو سره ډېره اندازه پیسې وې چې وسله والو له ځان سره یووړې. د وژل شویو کسانو پېژندنې غلام مصطفی، صنم مسیح، کنول شهزاد او دانش اقبال په نومونو شوې ده. د هغوی مړي د ګوادر پرمختیايي ادارې روغتون ته انتقال شوي او د پېښې له ځایه یوه موټرسایکل هم ترلاسه شوې چې پولیسو ضبط کړې ده. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
