تازه خبرونه ۱۲ ستمبر ۲۰۲۶

سرفراز بګټي: که نوي صوبې جوړېږي، باید پر اداري بنسټونو وي

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي د نویو صوبو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې له کوټې څخه د ټول بلوچستان اداره کول ممکن نه دي، نو که نوي صوبې جوړېږي باید پر ژبني نه بلکې پر اداري بنسټونو جوړې شي. نوموړي له لوړپوړو خبریالانو سره د ویډیو لینک له لارې په خبرو کې وویل چې په بلوچستان کې امنیتي ځواکونه په سختو شرایطو کې خپلې دندې ترسره کوي او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې دولتي ادارې په همغږۍ کار کوي، له دولت پر ضد وسله پورته کوونکو سره به هېڅ ډول خبرې ونه شي. سرفراز بګټي وویل چې ترهګري یوازې د یوه صوبې نه، بلکې د ټول پاکستان ستونزه ده او د له منځه وړلو لپاره ملي ګډو هڅو ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه چې د بلوچستان په حکومت کې د بدلون په اړه کوم دوه نیم کلن تړون ورته معلوم نه دی، ترهګرۍ پر ضد جګړه به د وروستي ترهګر تر موجودیت پورې روانه وي، په بلوچستان کې فساد کم شوی او په دولتي ادارو او تعلیمي مرکزونو کې د میرټ د یقیني کولو هڅې روانې دي.