کوټه(ویب نیوز) د پي ټي آی، جماعت اسلامي او بزګرانو د احتجاجونو له امله په اسلاماباد کې امنیتي تدابیر سختېږي. وفاقي حکومت له پنجاب څخه ۱۵ زره، سند څخه ۸ زره او بلوچستان څخه ۵۰۰ پولیس سرتېري غوښتي دي چې ټول شمېر یې ۲۳۵۰۰ ته رسېږي. دغه پولیس به د سپټمبر له ۲۰مې څخه په اسلاماباد کې امنیتي دندو ته وګومارل شي او کابینې ډویژن صوبايي حکومتونو ته د پولیسو د پر وخت لېږلو لپاره د اړینو انتظاماتو لارښوونه کړې ده.
