کوټه(ویب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف د موټرسایکلونو، رکشو، چنګچي او تر ۸۰۰ سي سي پورې وړو موټرو لپاره پر پټرولو د هر لیټر ۱۰۰ روپیو ځانګړي رعایت سکیم د پیل پرېکړه کړې ده. د ۸۰۰ سي سي پورې موټرو مالکانو ته به په میاشت کې پر ۳۰ لیټره پټرولو دغه رعایت ورکول کېږي. د وزیراعظم په وینا، په اسلاماباد کې به رعایت د راتلونکې دوشنبې او سهشنبې ترمنځ له شپې عملي شي، په داسې حال کې چې په ټول پاکستان، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان کې به د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ له شپې نافذ شي. د سکیم نوملیکنه هم پیل شوې ده.
