پاکستان ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

د ولسي ریلیف لپاره د جماعت اسلامي د پرلت ملاتړ کوو: بیرسټر ګوهر

کوټه(ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر علي خان ویلي چې د ولسي ریلیف لپاره د جماعت اسلامي د پرلت ملاتړ کوي. هغه وویل چې پي ټي آی به جماعت اسلامي ته په لانګ مارچ کې د ګډون بلنه ورکړي او له حافظ نعیم الرحمن څخه به هم د ګډې مبارزې غوښتنه وکړي. بیرسټر ګوهر زیاته کړه چې یو بل ته د غلو او ډاکوانو ویلو لړۍ باید پای ته ورسېږي.