کوټه (اے این این) د جاپان کراټې ایسوسی ایشن پاکستان د مشر حسین علي چنګیزي او ټیکنیکل آفیشل عبدالله چنګیزي په مشرۍ د ځوانو کراټې لوبغاړو یو وفد د جاپان اعزازي قونصل جنرل سید ندیم عالم شاه سره په کوټه قونصلیټ کې ولیدل، په دې موقع قونصل جنرل د جاپان کراټې ایسوسی ایشن له ټوکیو څخه راغلي سرټيفیکېټونه ځوانو لوبغاړو ته ووېشل او وویل چې سپورټونه د سولې، پرمختګ او ښه ټولنې بنسټ دی، هغه زیاته کړه چې جاپان قونصلیټ د ځوانانو د مثبتو فعالیتونو لپاره د سپورټونو د ودې ملاتړ کوي او کراټې د جسماني او ذهني پرمختګ تر ټولو مهمه وسیله ده۔
