پاکستان ۱۵ ستمبر ۲۰۲۶

د پمز پېښه: د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو مرګ اداري ناکامي وبلل شوه

کوټه(وېب نیوز) په اسلام اباد کې د پاکستان انسټیټیوټ آف میډیکل ساینسز (پمز) روغتون د نویو زېږېدلو ماشومانو په نرسري کې د اورلګېدنې د پېښې ۴۳ مخیزه څېړنیز راپور خپور شوی، چې په کې د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو مړینه د روغتون څرګنده اداري ناکامي بلل شوې ده. د راپور له مخې په روغتون کې د اور وژنې د خوندیتوب نیمګړتیاوې له وړاندې په ګوته شوې وې، خو اغېزمن امنیتي اقدامات نه وو شوي. د څېړنیزې کمېټې په وینا اور د دوهم نمبر اېیرکنډېشنر په برېښنايي کېبل کې د شارټ سرکټ له امله لګېدلی او د قصدي اورلګېدنې یا د اکسیجن د لیکېدو کوم شواهد نه دي موندل شوي. د لس بستریزې نرسري کې له ظرفیت څخه زیات ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان تر درملنې لاندې وو، چې ډېری یې اکسیجن یا د ساه اخیستلو پر مرستندویه وسایلو متکي وو. په نرسري کې د بیړني خوندي ایستلو مناسب نظام، سپرېنکلر، اغېزمن الارم او د اور د اتومات پېژندنې سیستم هم موجود نه وو. راپور کې ویل شوي چې د بهرنۍ مرستې په غوښتلو کې ځنډ هم د مرګ ژوبلې له مهمو عواملو څخه و، خو د لومړۍ کرښې طبي کارکوونکو د ماشومانو د ژغورلو لپاره زړورې هڅې وکړې. نرس رضیه نورین خپل ژوند په خطر کې اچولی، یو نوی زېږېدلی ماشوم یې په خوندي ډول بهر ایستلی او د نورو ماشومانو د ژغورلو لپاره یې بیا نرسري ته د ننوتلو هڅه کړې ده. کمېټې د مرستې په غوښتلو کې د ځنډ، برېښنايي ساتنې او قراردادیانو د رول د لا زیاتو جنایي تحقیقاتو او په ټولو روغتونونو کې د برېښنايي او اور وژنې د خوندیتوب د سمدستي ارزونې سپارښتنه کړې ده.