پاکستان ۱۵ ستمبر ۲۰۲۶

راتلونکی وار زموږ دی، بشپړ احتساب به وشي: سهیل افریدي

کوټه(ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي ویلي چې د سپټمبر په ۲۷مه اسلام آباد ته د لانګ مارچ لپاره تیاری روان دی او وروستی پلان به د مارچ یوه اوونۍ مخکې اعلان شي. هغه په لاهور کې خبریالانو ته وویل چې د تحریک انصاف ګڼ شمېر کارکوونکي به اسلام آباد ته ورسېږي او له خلکو یې وغوښتل چې د سپټمبر په ۲۷مه له خپلو کورونو ووځي. نوموړي وویل چې د څوکۍ لالچ هغه کسان لري چې شخصي ګټې غواړي، خو دی به له خپل دریځ څخه یو ګام هم شاته نه شي، که حتی خپل ژوند له لاسه ورکړي. سهیل افریدي وویل حکومتونه تل نه پاتې کېږي، وختونه بدلېږي، راتلونکی وار زموږ دی او د هر پولیس افسر ویډیوګانې جوړېږي. هغه ادعا وکړه چې د پنجاب پر خلکو مسلطو غلو او ڈاکوانو به بشپړ احتساب کېږي.