پاکستان ۱۵ ستمبر ۲۰۲۶

د افغان طبي زده‌کوونکو اړوند آئیني عریضه رد، بهرني زده‌کوونکي په پاکستان کې د زده‌کړو د دوام دایمي حق نه لري، بلوچستان هایکورټ

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان هایکورټ د جسټس محمد عامر نواز رانا او جسټس عبدالقیم لهړي په مشرۍ بنچ په پاکستان کې د افغان اتباعو د طبي او غاښونو د زده‌کړو او پوسټ ګرېجویټ روزنې د دوام په اړه آئیني عریضه نمبر ۱۳۳۴ د ۲۰۲۶ کال رد کړې ده. محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي چې بهرني اتباع په پاکستان کې د پاتې کېدو، زده‌کړو یا روزنې د دوام داسې نه بدلېدونکی حق نه لري چې د ریاست له تګلارې سره په ټکر کې وي، په داسې حال کې چې محکمې د پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل له لوري د افغان اتباعو په طبي ادارو کې د داخلې، انتقال او اسانتیا په اړه له ورکړل شویو لارښوونو سره د لاسوهنې څخه هم ډډه کړې ده. په پرېکړه کې ویل شوي چې د کډوالۍ، د بهرنیو اتباعو د بېرته ستنولو، د پاتې کېدو او ملي امنیت اړوند چارې په اساسي ډول د انتظامیې د واک برخه ده، له همدې امله په دغو چارو کې د محکمې مداخله محدوده کېدای شي. بلوچستان هایکورټ څرګنده کړې چې له افغان اتباعو په ګډون له ټولو بهرنیو وګړو سره باید د انساني وقار، عدالت او قانون له مخې چلند وشي، خو دغه خوندیتوب په پاکستان کې د پاتې کېدو یا د زده‌کړو او روزنې د دوام نامحدود یا دایمي حق نه رامنځته کوي. محکمې آئیني عریضه په لومړني پړاو کې رد کړې او اغېزمنو کسانو ته یې لارښوونه کړې چې د خپلو شکایتونو د حل لپاره د افغانستان سفارت سره اړیکه ونیسي.