پاکستان ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

د مکې مکرمې پر ضد برید به د ټول اسلامي امت پر ضد برید وي، امت مسلمه به یې په کلکه ځواب کړي: مولانا فضل الرحمان

اسلام‌اباد (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې پر مکې مکرمې د حوثیانو برید به د ټول اسلامي امت پر ضد برید وګڼل شي او مسلمانان به ورته په پوره شدت ځواب ورکړي. نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې ویلي چې پر سعودي عربستان برید یو ځل بیا د امریکا او لوېدیځې نړۍ دوه مخی چلند څرګند کړ. هغه ویلي چې مکه مکرمہ یوازې یو ښار نه، بلکې د میلیاردونو مسلمانانو د عقیدې او درناوي مرکز دی او اسلامي امت به د دغه ډول برید په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي. مولانا فضل الرحمان ټینګار کړی چې اسلامي امت به د سعودي عربستان امنیت تضمینوي او له ټولو اسلامي هېوادونو یې غوښتي چې په دې نازک او ستونزمن وخت کې د سعودي عربستان او حرم مکې د ساتنې لپاره مخکښ رول ولوبوي. نوموړي له پاکستان څخه هم غوښتنه کړې چې د مکې مکرمې د امنیت او ساتنې په اړه دې سمدستي خپله روښانه تګلاره اعلان کړي. هغه ویلي چې د یوه پیاوړي او اغېزمن اسلامي بلاک د جوړېدو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده او د جمعیت علمای اسلام میلیونونه کارکوونکي د سعودي عربستان پر وړاندې د برید په غم او درد کې له سعودي ولس سره ولاړ دي.