کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند سرپرست سفیر احضار کړی او د هند د سمندري ځواکونو د پاروونکو اقداماتو په اړه یې سخت اعتراض ثبت کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر ویلي، یوه هندي سمندري بېړۍ د پاکستان په ځانګړې اقتصادي حوزه کې له یوې پاکستانۍ بېړۍ سره ډېر نږدې او پاروونکي حرکتونه کړي چې له امله یې دواړه بېړۍ سره ټکر شوې دي. د ویاند په وینا، د هندي بېړۍ دغه اقدام د نړیوال قانون او د ۱۹۹۱ کال د دوه اړخیز تړون جدي سرغړونه ده او پاکستان یې په کلکه ردوي. پاکستان پر هند غږ کړی چې نړیوال قوانین او دوه اړخیز تړونونه په کلکه مراعات کړي. په نوي ډیلي کې به د پاکستان عالي کمېسیون هم د هند بهرنیو چارو وزارت ته اعتراضي لیک وسپاري. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د هند د پاروونکې تګلارې نوټس واخلي او له هند څخه یې غوښتي چې د جنوبي اسیا د لا بېثباته کولو له غیرمسؤلانه اقداماتو ډډه وکړي.
