کوټه(ویب نیوز) په پاکستان کې له دوو کلونو وروسته د بهرنۍ مستقیمې پانګونې په کچه کې د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی. د پاکستان د دولتي بانک او د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې پاکستان ته ۳۱ کروړه او ۶۰ لکه ډالره بهرنۍ مستقیمه پانګونه شوې چې د میاشتني پرتله له مخې ۷۷ سلنه او د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د روان مالي کال په لومړیو دوو میاشتو، جولای او اګست کې ټولټال بهرنۍ مستقیمه پانګونه ۵۰ کروړه ډالره وه چې ۲۴ سلنه زیاتوالی پکې ثبت شوی دی. د اګست په میاشت کې چینايي شرکتونه د ۱۱ کروړه او ۳۰ لکه ډالرو پانګونې سره په لومړي ځای کې وو، کاناډا ۵ کروړه، متحده عربي اماراتو ۴ کروړه او ۸۰ لکه، هانګ کانګ ۲ کروړه او ۴۰ لکه او سویس ۱ کروړه او ۶۰ لکه ډالره پانګونه کړې ده.
