اسلاماباد (اې این این) د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آیاېسپيار) مشر لیفټیننټ جنرال احمد شریف چوهدري ویلي چې د مکې تړون د یوه غړي هېواد پر ضد د برید په صورت کې به د تړون درې واړه هېوادونه په ګډه د راتلونکو اقداماتو لپاره تګلاره وټاکي او د هغې له مخې به عمل کېږي. نوموړي له یوه عربي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې هند د خپلې پوځي وړتیا د زیاتولو لپاره ډېرې سرچینې لګوي، خو د پاکستان دفاعي وړتیاوې په بشپړه توګه دفاعي بڼه لري او دا په دې معنا نه ده چې پاکستان د وسلو په سیالۍ کې شامل دی. هغه ویلي چې پاکستان د هېڅ هېواد پر وړاندې تعرضي ارادې نه لري او پر خپلو دفاعي وړتیاوو بشپړ باور لري. د سیاسي موخو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي ویلي چې د هېواد سیاسي موخې سیاسي مشرتابه ټاکي او د پوځ او دولت موخې له یو بل څخه جلا نه دي. د افغانستان د وضعیت په اړه د آیاېسپيار مشر ویلي چې د ملګرو ملتونو په راپورونو کې په افغانستان کې د ګڼو ترهګرو ډلو یادونه شوې او د پاکستان دریځ دا دی چې افغانستان باید د ترهګرۍ پر مرکز بدل نه شي. نوموړي ویلي چې د پاکستان یوازینۍ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي. د مکې تړون له مخې د یوه غړي هېواد پر وړاندې د احتمالي برید په صورت کې د پاکستان د غبرګون په اړه هغه ویلي چې د دفاعي ژمنو د عملي کولو څرنګوالی عموماً په عامه توګه نه اعلانېږي او د هر ډول اقدام پرېکړه به د درې واړو هېوادونو له خوا کېږي. هغه زیاته کړې چې د مکې تړون دفاعي بڼه لري او هېڅ تعرضي اړخ نه لري، بلکې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې دفاع او همکارۍ لپاره دی. نوموړي ویلي چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې اړیکې ناڅاپي نه دي رامنځته شوې، بلکې تاریخي او ژورې اړیکې دي چې اوس د یوه رسمي او واضح تړون بڼه یې غوره کړې ده. د چین په اړه یې وویل چې درې واړه هېوادونه له چین سره ښې اړیکې لري او د پاکستان او چین ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې ځانګړی اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې پاکستان په سیمه کې د سولې ملاتړ کوي او د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په ګډون د سیمهییزې سولې لپاره د بې پرې او رښتیني منځګړي رول ترسره کولی شي.
