کوټه(ویب نیوز) په پاکستان کې د ډنمارک سفیرې ماجا ډیروس مورټینسن د پانګونې بورډ له سلاکار سید فیروز شاه سره په لیدنه کې د شنې انرژۍ، اقلیمي بدلون، تعلیم، روغتیا، معلوماتي ټکنالوجۍ، سوداګرۍ، پانګونې او دوامدارې پراختیا په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو خبرې وکړې. ډنمارکۍ سفیرې وویل چې د درې کلن مشارکت پروګرام له لارې د برېښنا شبکې د پلان جوړونې، معلوماتي سیستمونو او انرژۍ د موثریت په برخو کې له پاکستان سره همکاري روانه ده او ډنمارکي شرکتونه د کرنې او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې لېوالتیا لري. دواړو لورو د دوامدارو بندرونو، سمندري ټکنالوجۍ، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
