کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي چې د اسلاماباد عالي محکمې د پرېکړې سرغړونه به هېڅ صورت ونه زغمل شي او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې په پلازمېنه کې ګډوډي رامنځته کړي. نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سولهییز احتجاج حق د هر سیاسي ګوند دی، خو د سړکونو د تړلو او یا د ډلو په بڼه اسلاماباد ته د راتګ اجازه نه شته او د محکمې د احکامو د سرغړونې پر وړاندې به قانوني اقدام کېږي. محسن نقوي وویل چې ټولو قانون پلي کوونکو ادارو ته روښانه لارښوونې ورکړل شوې او امنیتي تدابیر بشپړ شوي دي. هغه له سیاسي مشرانو وغوښتل چې احتجاجونه په خپلو سیمو او ښارونو کې ترسره کړي او په اوسنیو شرایطو کې دې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شي. د کورنیو چارو وزیر وویل چې حکومت خبرو اترو ته چمتو دی او لومړي وزیر هم څو ځله د خبرو وړاندیز کړی دی.
