پاکستان ۱۸ ستمبر ۲۰۲۶

د سعودي عربستان د دفاع لپاره پاکستان هرې کچې ته د تلو ژمنه کړې، ډي جي آی اېس پي آر

کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې مشر لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري ویلي چې پاکستان به د سعودي عربستان د دفاع لپاره هرې کچې ته ولاړ شي، د سعودي امنیت لپاره د پاکستان ژمنه غیر مشروطه ده او د حرمین شریفین د ساتنې لپاره پاکستان هلته موجود دی. له عرب نیوز سره په ځانګړې مرکه کې هغه وویل چې پاکستان به د هر ډول تېري پر وړاندې د سعودي عربستان دفاع ته دوام ورکړي او د مکې مکرمې او مدینې منورې د ساتنې په اړه د پاکستان په ژمنه کې باید هېڅ ډول شک نه وي. نوموړي وویل چې پاکستان په بشپړه توګه د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړ دی او د دواړو هېوادونو د خلکو، سیاسي مشرتابه او پوځونو ترمنځ تاریخي او نه شلېدونکې اړیکې موجودې دي او پاکستان له سعودي عربستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی. د ډي جي آی اېس پي آر په وینا، د اګست په ۷مه د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک شوی چې له مخې یې پر هر یوه هېواد وسله وال برید پر ټولو درېیو هېوادونو برید ګڼل کېږي او د دفاعي همکاریو د لا پراختیا هوډ شوی دی. هغه وویل چې د هر ډول برید په صورت کې به درې واړه هېوادونه په ګډه مشوره د راتلونکو اقداماتو پرېکړه کوي او بیا به د هماغې پرېکړې له مخې عمل کېږي. لیفټنټ جنرل احمد شریف چوهدري وویل چې د روانې سیمه‌ییزې ترینګلتیا پر مهال د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه له سعودي مشرانو سره پرله‌پسې اړیکې لري، په داسې حال کې چې پاکستان د کړکېچ د سوله‌ییز حل او د خبرو اترو له لارې د ترینګلتیا د کمولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې هم کوي. د هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې سعودي عربستان د حوثیانو له لوري د توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخ دی. د مکې د ګډ دفاعي تړون د رسمي اعلامیې له مخې، د دې تړون موخه د درې واړو هېوادونو پر وړاندې د هر ډول تېري په صورت کې د ګډې دفاعي وړتیا او ګډ مقاومت پیاوړی کول دي.