پاکستان ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د اړیکو تایید، د لانګ مارچ او عمران خان پر موضوعاتو خبرې

کوټه(ویب نیوز) په سېنېټ کې د اپوزیسیون مشر علامه راجه ناصر عباس د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د اړیکو تایید کړی او ویلي یې دي چې له محسن نقوي سره په لیدنه کې د لانګ مارچ او د پي ټي آی د بنسټګر عمران خان اړوند پر موضوعاتو تفصیلي خبرې شوې دي. نوموړي وویل چې محسن نقوي د ده په غوښتنه نه، بلکې په خپله خوښه د ده استوګنځي ته د لیدنې لپاره راغلی و. راجه ناصر عباس وویل چې د سېنېټ د اپوزیسیون مشر په توګه دا ډول لیدنه نه غیرطبیعي ده او نه هم غیرمعمولي، او د پي ټي آی غوښتنې هم ټولو ته څرګندې دي.