کوټه(ویب نیوز) د هرنایي ولسوالۍ د طالب لیز د ډبرو سکرو کانونو په سیمه کې نامعلومو وسله والو د ۵ کانونو ماشینري سوځولې ده. د پولیسو د معلوماتو له مخې د عبدالخالق، حضرت، محمد نبي، شیخ محمد او نجیب الله په کانونو کې ۳ انجنونه او ۲ کمپرسورونه سوځول شوي چې کانمالکانو ته یې د میلیونونو روپیو زیان اړولی دی. پولیسو سیمه محاصره کړې او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي، د شکمنو کسانو د نیولو لپاره عملیات هم روان دي. د بلوچستان د خوړو وزیر حاجي نور محمد خان دومړ د پېښې غندنه کړې او د عاملینو د ژر نیولو او قانون ته د سپارلو غوښتنه یې کړې ده.
