کوټه(ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف بلوچستان صوبايي مشر سید صادق اغا ویلي چې د سپټمبر په ۲۷مه ترسره کېدونکی هېوادنی لانګ مارچ د ګوند په وینا د ولس د اساسي، ډیموکراتیکو او سیاسي حقونو د غوښتنو د څرګندولو لپاره دی. نوموړي وویل چې سیاسي اختلافات باید د ځواک، قضیو او اېف آی ارونو له لارې د ځپلو پر ځای د اساسي قانون او ډیموکراتیکو لارو حل شي. هغه زیاته کړه چې د ګوند کارکوونکي د خپل مشر عمران خان له سیاسي دریځ او ډیموکراتیکې مبارزې سره ولاړ دي.
