پاکستان ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

که د لانګ مارچ کوونکي له خپل دریځه و نه ګرځي، ښه به پرې پوه کړل شي: رانا ثناء الله

کوټه(ویب نیوز) د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناء الله ویلي چې ګرانۍ د هر وګړي ژوند ستونزمن کړی او د دې اساسي لامل د پټرولیم محصولاتو لوړې بیې دي. نوموړي په فیصل آباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې دا تصور سم نه دی چې حکومت د پټرولو بیه لوړوي، بلکې په بېلابېلو هېوادونو کې د پټرولیم محصولاتو د بیو لوړېدو له امله ګراني زیاته شوې ده. رانا ثناء الله وویل چې د لانګ مارچ کوونکو د قانع کولو هڅې روانې دي، خو که هغوی له خپل دریځه و نه ګرځي، نو «ښه به پرې پوه کړل شي».