بلوچستان کښې د سرکاري روغتونونو نظام د جديدو اصولو سره برابرولو، انتظامي خودمختارۍ ورکولو او د صحت په څانګه کښې د ښه والي لپاره معرفي شوی اصلاحي ايکټ په ظاهره يو مهم او لرلید لرونکی ګام ګڼل کېږي. د دغه قانون له مخې لويو سرکاري روغتونونو ته په مرحلو کښې مالي او انتظامي خودمختاري ورکول، د پاليسۍ بورډونه جوړول، د کنټريکټ پر بنياد ګمارنې، ادارتي پرائيويټ پريکټس او روغتونونو ته د خپلې آمدن ساتلو واک ورکول شامل دي. د حکومت دريځ دا دی چې له دې سره به بيوروکراټيکي ځنډ کم شي، احتساب به ښه شي او د صحت سهولتونه به معياري شي. خو عملي صورتحال، ولسي اندېښنې او تر دې دمه موجوده ناڅرګند حالت دا غوښتنه کوي چې د دغه ټول بهير سنجيده جاج واخيستل شي۔
حقيقت دا دی چې د بلوچستان د صحت څانګه له وړاندې نه له سختو ستونزو سره مخ ده۔ د صوبې په زياترو ضلعو کښې د ډاکټرانو کمي، د دوايانو نشتوالی، د جديدو طبي آلاتو کمبود، د ماهرو کارکوونکو قلت او انتظامي کمزورۍ ولس له بنيادي طبي سهولتونو محروم ساتلی دی۔ په داسې حال کښې د هر لوی اصلاحي نظام نافذولو نه وړاندې بشپړه تياري، روښانه تګلاره او پراخه مشوره ضروري وه۔ خو له بده مرغه د ايکټ له منظورېدو څو مياشتې وروسته هم نه يوازې دا چې د هغه ګڼ اړخونه ولس او طبي حلقو ته واضح نه دي، بلکې ډېر مهم اداراتي معاملات اوس هم د ابهام ښکار دي، چې له امله يې شکونه او اندېښنې زياتېږي۔
په ځانګړي ډول د ايډوايزري او پاليسۍ بورډونو د جوړښت په اړه سنجيده پوښتنې راپورته کېږي۔ اصولاً په دغو بورډونو کښې بايد هغه کسان شامل کړای شي چې د صحت، انتظام، مالي چارو او ټولنيز خدمت په برخو کښې تجربه او وړتيا ولري، نه دا چې د سفارش، اقربا پرورۍ يا سياسي بنيادونو پر اساس وټاکل شي۔ که په بورډونو کښې داسې کسان شامل وي چې ولس او اړوند حلقو ته تقريباً نامعلوم وي، نو د شفافيت په اړه پوښتنې راپورته کېدل طبيعي خبره ده۔ اوس مهال دوه د اسمبلۍ غړي — نواز کبزئی او ډاکټر ربابه صاحبه — پکې شامل شوي دي، خو په مجموعي توګه د بورډ جوړښت، واکونه او د پرېکړو طريقه تر اوسه په بشپړ ډول نه ده روښانه شوې۔
دا موضوع ځکه هم زيات اهميت لري چې همدغه بورډونه به راتلونکي کښې د بجټ، مالي ترجيحاتو، ګمارنو، پېرودنو او اداراتي پاليسيو په پرېکړو اغېز ولري۔ د صحت څانګې لپاره ځانګړي کېدونکي فنډونه او د هغو د مصرف طريقه به هم تر ډېره د دغو ادارو تر اغېز لاندې وي۔ له همدې امله که د بورډونو جوړښت شفاف، متوازن او د وړتيا پر بنياد ونه شي، نو راتلونکي کښې نورې لانجې هم زېږولای شي۔
د اصلاحي ايکټ ځينې مثبت اړخونه له پامه نه شي غورځول کېدای۔ روغتونونو ته مالي خودمختاري ورکول ښايي د دوايانو او طبي سامانونو د پېرود په عمل کښې ځنډ راکم کړي۔ روغتونونه به وکولای شي خپله آمدن پيدا او ځينې اړتياوې پخپله پوره کړي۔ ډاکټرانو ته د پرېکړو په عمل کښې ونډه ورکول هم يو مثبت پرمختګ ګڼل کېږي، ځکه چې عملي ستونزې تر ټولو ښه هغه خلک درک کولای شي چې په ميدان کښې کار کوي۔ همدارنګه د انتظامي واکونو تر ټيټې کچې رسول ښايي په ځينو برخو کښې ښه والی راولي۔
خو له بلې خوا د کنټريکټ پر بنياد پراخو ګمارنو، پاليسۍ بورډونو ته د غيرمعمولي واکونو ورکولو، اداراتي پرائيويټ پريکټس او د انتظامي جوړښت د پېچلتياوو له امله ډاکټرانو او پيراميډيکل سټاف کښې اندېښنې زياتې شوې دي۔ دا وېره هم شته چې که د احتساب او څار اغېزناک نظام موجود نه وي، نو د بيوروکراسۍ پر ځای به يوه نوې زوروره انتظاميه رامنځته شي چې ولسي څارنه به پرې محدوده وي۔
د بلوچستان ولس ته يوازې د نوو نومونو، نوو اصطلاحاتو يا جديدو ودانيو ضرورت نه دی، بلکې اصلي اړتيا دا ده چې د ضلعو او تحصيلونو په کچه روغتونونو کښې ډاکټران موجود وي، معياري دوايانې برابرې وي، د ټېسټ سهولتونه موجود وي او ناروغ ته د عزت او اسانتيا سره علاج ورکړل شي۔ که يو غريب ناروغ ته بنيادي درملنه هم نه رسېږي، نو يوازې انتظامي اصلاحات د ولسي ستونزو بشپړ حل نه شي کېدای۔
د بلوچستان حکومت ته پکار ده چې په دې حساسه موضوع کښې د جلدبازۍ يا يو اړخيزو پرېکړو پر ځای د تدبر، سلا مشورې او شفافيت لاره خپله کړي۔ په هغو دوو لويو روغتونونو کښې چې دغه نظام تر يوه حده نافذ شوی، هلته د کاميابيو، کمزوريو او عملي ستونزو خپلواک او بې پرې جاج اخيستل ضروري دي۔ په دغه ټول بهير کښې د سينئر ډاکټرانو، پروفېسرانو، د صحت د ماهرانو، پيراميډيکل سټاف، سول سوسائټۍ او ولسي استازو اعتماد ترلاسه کول لازمي دي۔
تر ټولو مهمه دا چې بلوچستان بايد د پاليسۍ د تجربو ميدان ونه ګرځول شي، بلکې د صوبې زمکني حقيقتونه، محرومۍ او حساس حالات په پام کښې ونيول شي۔ د صحت په څانګه کښې اصلاحات بېشکه د وخت ضرورت دی، خو داسې اصلاحات چې د شفافيت، ميرټ، تدريجي عمل او ولسي باور پر بنسټ ولاړ وي۔ که په بورډونو کښې رښتيني اهل، ديانتدار او ولس دوست کسان شامل کړل شي او سول سوسائټۍ ته اغېزناکه استازولي ورکړل شي، نو دا نظام رښتيا هم د ولس لپاره ګټور ثابتېدای شي۔ ګنې د واکونو نوې وېش به نور اداري بحران او ولسي بې باوري وزېږوي۔
د وخت غوښتنه دا ده چې حکومت، ډاکټران، سول سوسائټي او اړوند ادارې د ټکر پر ځای ګډه تګلاره خپله کړي، څو د بلوچستان ولس ته داسې د صحت نظام برابر شي چې هم جديد وي، هم د باور وړ وي او هم په رښتيني معنا ولس دوست وي۔
