اداریه ۲۲ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان: قدرتي وسيلې، محرومۍ او د تلپاتې امن ملي لار

پاکستان، په ځانګړي ډول بلوچستان، د قدرتي وسيلو، جغرافيايي اهميت او فطري نعمتونو له پلوه يو ډېر شتمنه سيمه ده۔ دلته سره زر، مس، ګېس، کرومائيټ، سکاره، اوسپنه، مرمر ډبرې، اونکس، قيمتي معدنيات، پراخ ساحل، سمندري وسيلې، حاصل خېزې ځمکې، باراني اوبه، طبيعي څړځايونه، مالداري، د مېوو باغونه، معدني غرونه، لمر، هوا، په يو وخت د ټولو موسمونو شتون، او د سي پيڪ په څېر سوداګريزې لارې په ګډون بې شمېره وسيلې موجودې دي۔ قدرت بلوچستان ته داسې نعمتونه ورکړي چې ارزښت يې د نړۍ د سترو اقتصادونو لپاره هم غير معمولي ګڼل کېږي، خو د بلوچستان د خلکو لپاره دا ټولې شتمنۍ تر هغې د خاورې هومره ارزښت نه لري څو پورې چې له دغو وسيلو سره د ځايي خلکو ژوند، روزګار او سوکالي تړلې نه وي۔
د بلوچستان خاوره يوازې د معدنياتو له امله مهمه نه ده، بلکې جغرافيايي ارزښت يې هم بې ساری دی۔ د مکران اوږد ساحل، د ګوادر بندر، د منځني ختيځ او منځنۍ اسيا سره نږدې موقعيت، سمندري سوداګري، کب نيونې، آف شور انرژي، کرنه او معدنيات کولی شي بلوچستان د سيمې اقتصادي شاهرګ وګرځوي۔ که د باراني اوبو د زېرمه کولو، د بندونو جوړولو، د جديد آبپاشۍ نظام رامنځته کولو او د ساحلي وسيلو د پرمختګ لپاره جدي کار وشي، نو همدا سيمه به د پاکستان د اقتصاد تر ټولو پياوړی ستن وګرځي۔

له بده مرغه، د دومره زياتو وسيلو او نعمتونو باوجود، بلوچستان کې غربت، بې روزګاري، د محرومۍ احساس، سياسي بې باوري او ناامني ورځ تر بلې زياته شوې ده۔ د دې يوه لويه وجه دا ګڼل کېږي چې حقيقي ولسي او جمهوري سياسي قوتونه له پرېکړه سازۍ لرې ساتل شوي، او پر ځای يې مصنوعي سياسي جوړښتونه رامنځته شوي دي چې پکې اوږدمهاله منصوبه بندي، شفافيت، ولسي ګډون او ځايي ترجيحاتو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې۔
د صوبې تعليم يافته ځوانان د روزګار، صنعت، سوداګرۍ او پرمختيايي منصوبو برخه ګرځولو پر ځای اکثره د بې باورۍ، محرومۍ او غېر فعال چاپېريال سره مخ پاتې شوي دي۔ حال دا چې د نړۍ تجربې ښيي چې تلپاتې امن، سياسي ثبات او قومي يووالی تر ټولو زيات د روزګار، اقتصادي فعاليتونو، د دولت د دوران او د وسيلو د عادلانه وېش سره تړاو لري۔ کله چې ځوانانو ته تعليم، کاروبار، پانګونه او پرمختګ فرصتونه برابر شي، نو هغوی مثبتو فعاليتونو ته مخه کوي او په ټولنه کې د سخت دريځۍ، کرکې او ګډوډۍ امکانات کمېږي۔

په بلوچستان کې دا احساس نور هم پياوړی شوی چې د وسيلو او دولت د منصفانه وېش پر ځای اقتصادي فرصتونه محدود ساتل شوي، چې له امله يې محرومي، بې قراري او سياسي واټنونه زيات شوي دي۔ له همدې امله نن اړينه ده چې د بلوچستان مسئلې يوازې د امنيتي نظر څخه ونه کتل شي، بلکې سياسي، اقتصادي، ټولنيز او آئيني اړخونه يې هم درک شي۔

د امن او تلپاتې ثبات لپاره ضروري ده چې:د ځايي ځوانانو لپاره په پراخه کچه د روزګار فرصتونه پيدا کړل شي۔د معدنياتو، ساحلي سوداګرۍ، کب نيونې، کرنې او مالدارۍ په برخو کې ځايي خلکو ته حقيقي ونډه ورکړل شي۔د باراني اوبو د خوندي کولو لپاره بندونه، واټر چينلونه او جديد آبپاشي نظامونه جوړ کړل شي۔تعليم يافته ځوانان او ځايي ماهرين د پرېکړه سازۍ او پرمختيايي منصوبو برخه وګرځول شي۔پانګونې، صنعت او سوداګريزو فعاليتونو لپاره مناسب چاپېريال برابر کړل شي۔په بلوچستان کې د دولت دوران، مارکېټي فعاليتونه او ځايي اقتصاد ته پراختيا ورکړل شي۔د ګوادر، مکران او ساحلي سيمو له وسيلو څخه ځايي خلکو ته مستقيمه ګټه ورسول شي۔له قدرتي وسيلو ترلاسه کېدونکې آمدن د ځايي پرمختګ، تعليم، صحت او بنيادي اسانتياوو لپاره وکارول شي۔له دې سره سره دا هم ضروري ده چې په غير قانوني طريقو بهر ته انتقال شوې شتمنۍ، سرمايې، د هغوی محرکات، مقاصد او مالي شبکې په شفاف ډول وڅېړل شي، څو د قومي وسيلو د ضياع او د اقتصاد د کمزورۍ عوامل وپېژندل شي۔په بلوچستان کې تلپاتې امن يوازې د زور يا لنډمهالو اقداماتو له لارې نه، بلکې د سياسي اعتماد، اقتصادي انصاف، روزګار، تعليم، شفافې حکمرانۍ، آئيني بالادستۍ او پر وسيلو د ځايي خلکو د حق شراکت له لارې ممکن دی۔ کله چې ولس ځان د پرمختګ د عمل حقيقي برخه احساس کړي، کله چې د ځوانانو په لاسونو کې د وسلې پر ځای هنر، روزګار او هيله وي، او کله چې د وسيلو ګټه تر ځايي خلکو ورسېږي، نو امن، ثبات او سوکالي به په خپله پياوړې شي۔