بلوچستان د خپلو طبيعي وسايلو ترڅنګ د مالدارۍ او لائیو سټاک له پلوه هم يو مهم او شتمن ولايت ګڼل کېږي. د صوبې د ډېرو سيمو د خلکو اقتصادي ژوند له مالدارۍ، څارويو ساتنې او د هغو له پيداوارو سره تړلی دی. زرګونه کورنۍ د خپلو څارويو له لارې د ژوند اړتياوې پوره کوي، له همدې امله د څارويو روغتيا، د ناروغيو مخنيوی او د عصري اسانتياوو برابرول يوازې اداري مسئله نه، بلکې د اقتصادي بقا مهم ضرورت هم دی.
په دې وروستيو کښې د زيارت ضلعې د سنجاوي تحصيل په سيمه کښې د کانګو ويروس (CCHF) د مخنيوي لپاره د حکومت بلوچستان او لائیو سټاک محکمې له خوا د انټي کانګو سپرې کمپاين پيلېدل يو مثبت او د ستاينې وړ اقدام بلل کېدای شي. د لوی اختر په مناسبت په مقامي مالدارۍ منډيو کښې د وترنري ډاکټرانو، سټاک اسسټنټانو، کمپونډرانو او نورو کارکوونکو له خوا د سپرې ترسره کول دا څرګندوي چې حکومت د وبايي ناروغيو د خطر کمولو هڅه کوي. په ځانګړي ډول د کانګو په څېر خطرناکه ناروغي، چې له څارويو انسانانو ته لېږدېدای شي، د هغې پر ضد احتياطي تدبيرونه د ولسي روغتيا لپاره ضروري دي.
خو اساسي پوښتنه دا ده چې آيا يوازې د سپرې کمپاينونه او لنډمهالي اقدامات د بلوچستان د لائیو سټاک د اوږدمهالو ستونزو حل کېدای شي؟ حقيقت دا دی چې د صوبې په ډېرو سيمو کښې د لائیو سټاک اداره له بېنظمۍ، کمزورې څارنې، د دوايانو د معيار پر سر شکونو او د روزل شويو کارکوونکو له کموالي سره مخ ده. که څه هم کاغذي منصوبې او اعلانونه خپل ارزښت لري، خو د ميدان حقيقتونه تر ډېره بل انځور وړاندې کوي.
د کوټې شاوخوا سيمو او د بلوچستان د نورو لرو پرتو ضلعو مالداران شکايت کوي چې يا خو په سرکاري مرکزونو کښې دوايانې نه وي او يا د موجوده دوايانو معيار د باور وړ نه وي. ډېر ځله داسې ليدل شوي چې څارويو ته ورکړل شوې واکسين يا دوايانې مطلوبه پايله نه ورکوي او د ناروغيو له امله څاروي له منځه ځي. دا يوازې مالي زيان نه، بلکې د يوې کورنۍ د معاش پر ملا سخت ګوزار هم وي.
تر دې لا زياته اندېښنه دا ده چې ځينې ساري ناروغۍ له څارويو انسانانو ته انتقالېږي او د خلکو روغتيا ته خطر جوړوي. که د لائیو سټاک په برخه کښې احتياط، څارنه او معياري دوايانې يقيني نه شي، نو دا ستونزه به يوازې د څارويو تر مرګ محدوده نه وي، بلکې د عامې روغتيا بحران ته هم اوړېدای شي.
له بده مرغه بلوچستان غوندې پراخ ولايت کښې ډېر د لائیو سټاک مرکزونه د کارکوونکو له کموالي، د بنيادي اسانتياوو له نشتوالي او کمزورې ادارې څارنې سره مخ دي. په ګڼو سيمو کښې وترنري ډاکټران نشته، دوايانې کمې دي او مالداران اړ کېږي چې د غير مسلکي لارو چارو له مخې د خپلو څارويو درملنه وکړي.
اړتيا دا ده چې د بلوچستان وزيراعلی، میر سرفراز بگٹی د دې برخې اصلاحات يوازې تر لنډمهالو اقداماتو محدود نه کړي، بلکې يوه پراخه، شفافه او اغېزمنه تګلاره جوړه کړي. د لائیو سټاک مرکزونو دوايانې او واکسينونه دې په سائنسي توګه وازمویل شي، د ناقصو دوايانو د پېر او وېش ذمهوار کسان دې قانون ته وسپارل شي او د مالدارانو باور دې بېرته ورغول شي.
که په بلوچستان کښې لائیو سټاک ته پر عصري بنيادونو پاملرنه وشي، د مقامي نسلونو ساتنه او وده يقيني کړل شي، د ناروغيو د مخنيوي اغېزمن نظام جوړ شي او د وترنري خدمتونو معيار لوړ کړل شي، نو دا سکتور کولای شي د زرګونو کورنيو اقتصادي ستونزې کمې کړي او د صوبې اقتصاد ته پياوړتيا ورکړي. که نه، نو سرکاري بوديجې به لګېږي، خو ولسي ستونزې به پر خپل ځای پاتې وي او مالداران به له اقتصادي زيان او مايوسۍ سره مخ وي۔
